نړیوال کریکټ

سچن ټنډولکر هم د ټیسټ کرکټ په لوبه د کرونا په ماحول کې خپل نظر څرګند کړ

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر د ټيسټ کرکټ په اړه خپل نظر وړاندې کړ، سچن ویلي،، د کرکټ بیا پیل یو ستر ګواښ دی او تر ډېره د ټيسټ کرکټ، دا یوه اوږده لوبه ده نو باید ټولو برخو ته یې پاملرنه وشي، زما په اند له دې وروسته باید
icc


دا طرخه هم ذکر کړي چې د ټيسټ لوبې پر جریان باید ۴۵ اوره بعد یا هم ۵۰ اوره بعد او یاهم ۵۵ اوره بعد بال باید نوې شي.که چيرته دا کړنه ترسره شي نو دا به بالرانو لپاره یو څه مرسته وکړي ترڅو ښه توپ اچونه ترسره کړي.په پنځوس اوریزه لوبه کې په هرو دوه اننګزونو کې توپ بدلیږي نو په ټیسټ کرکټ کې دې هم ۴۵ اوره بعد دغه کړنه ترسره شي،، داسترالیا کرکټ ملي لوبډلې چټک بالر بریټ لي هم د سچن ټنډولکر نظر تاید کړې او همدارنګه یې ویلي،، که دلوبې پر جریان لوبغاړي د لعاب پر ځاې یو ډول موم مصنوعي مواد وکاروي نو دا به د دوی لپاره یو څه نرمښت وي،، یاده دې وي چې پرون د کرکټ نړیوالې شورا د لوبو پر جریان یو څه بندیزونه ولګول، چې مهم یې د لعاب نه کارول، کوښښ کول چې امپاېران باید داخلي وي، ټيسټ کې درې ریویو ګاني او په پنځوس اوریزه کې دوه ریویو ګاني، دوه ځله لوبغاړي ته اخطار ورکول چې لعاب باید ونه کاروي او که چیرته دغه بیا ځل تکراروي نو پنځه منډې به مفته د مقابلي لوبډلې په واک کې ورکوي، همدا شان د یوې لوګا پر ځاې دوه هم لګولی شي او په خپل شيرټ یا بنیان د اعلاناتو لوګو اوږدولی هم شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې