دلوبغاړو په اړه

راشد خان او یوزویندر چاهل د اسیا الیون غوره لوبډله جوړه کړه

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي لېک برېک توپ اچوونکي راشد خان او د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې نوموتي لوبغاړي یوزویندرا چاهل په انسټاګرام کې یو بل سره په ژوندۍ بڼه اړیکه ټينګه کړې وه. چې دغه دواړو پیاوړو لوبغاړو یو ځای د الیون غوره لوبډله جوړه کړه.

چې له افغانستان څخه پکې درې افغان لوبغاړي غوره شوي دي.  له افغانستان څخه پکې راشد خان، رحمت شاه او مجیب الرحمن غوره شوي دي. او نور پکې ټول هندي لوبغاړي شامل دي. راشد خان او چاهل په خپله لوبډله کې د پیلیز توپ وهوونکو په توګه روهېت شرما او شیکر دهوان غوره کړې دي. 

او د درېم نمبر توپ وهنې لپاره یې د هندۍ لوبډلې پیاوړی لوبډلمشر وېرات کوهلي شامل کړی دی. د دې تر څنګ راشد خان بیا د خپلې لوبډلې ملګری رحمت شاه څلورم نمبر توپ وهوونکي په توګه نومولی دی.

او د ورو توپ اچونې برخې لپاره بیا راشد خان او مجيب الرحمن شامل دي. او د تېز بالینګ لپاره بیا محمد شامي او جسپرېټ بومرا په لوبډله کې شامل دي.  د افغانستان ـ هند د الیون لوبغاړو نوملړ:  روهیت شرما، شیکر دھوان، وېرات کوهلي، رحمت شاه، کې ایل راهول، مهندر سېنګ ډوني، هارډېک پانډیا، راشد خان، مجیب الرحمن، جسپرېت بومره او محمد شامي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې