افغانستان کریکټ

رئیس احمدزی: کریکټ بورډ کې د ښه سیستم نلرلو له امله مې استفاء وکړه

د افغان کریکټ بورډ د غوراوي کمیټې غړي ښاغلي رئیس احمدزي په خپل ټوېټر اکاونټ کې ویلي دي، چې نور د کریکټ بورډ غړی نه دی. احمدزي له ملي سپورټ سره په خبرو کې څرګنده کړه چې له دې امله یې له کریکټ بورډ سره خپله دنده پایته ورسوه چې هلته ښه سیستم موجود نه وه. رئیس احمدزی همدغه راز د ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلې روزونکی هم وه.  نوموړي په خپور کړې “پوسټ” کې تائید کړې ده، چې زه نور د کریکټ بورډ غړی نه یم او خپله دنده مې پایته ورسوله.

لدې وړاندې ملي سپورټ هم ویلي وه چې رئیس احمدزي ورته منلې ده چې هغه له کریکټ بورډ سره دنده پایته رسولې ده.  رئیس احمدزي له ملي سپورټ سره په خبرو کې ویلي دي، د ښه او سم سیسټم د نلرلو او هغه قوانین چي لوبغاړو ته ذکر کیږي او دوی ورباندې لاسلېک کوي د نه پلي کېدو له امله دې ته اړ شوم چې استفاء وکړم. 

نوموړی د افغان لوبډلې پیاوړی لوبغاړی وه چې هم به یې توپ وهنه کوله او هم به یې توپ اچونه کوله خو نوموړي لس کاله وړاندې له افغان لوبډلې سره مخښه وکړه. او له کریکټ بورډ سره یې په نورو برخو کې دنده پیل کړه. چې اوس یې خپل مزل له افغان کریکټ بورډ سره پایته رسولی دی. 

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې