افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

افغان کرکټ بورډ : لوبغاړو ته د تاجکستان په لیګ کې د لوبیدو اجازه نه ورکوو

افغان کرکټ بورډ په یو خپره شوې اعلاميه کې ويلي هیڅ ډول باندې به افغان لوبغاړو ته اجازه ورنه کړو چې د تاجکستان په کورني لیګ کې ولوبیږي.د افغانستان د کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي ویلي،،مونږ له تاجکستان سره په هره برخه کې ډېرې ښي اړيکې لرو خو لوبغاړو ته اجازه نه ورکوو چې د هغوۍ په کوم کورني لیګ کې ولوبیږي، ځکه تاجکستان لا تراوسه په کرکټ کې د
icc


سره بشپړ غړیتوب نلري.زمونږ خپل بورډ له مالي ستونزو سره مخ دی مونږ له تاجکستان سره یوازي تخنيکي مرستې کولای شو نه مالي،زه به په راتلونکې کې د افغانستان کرکټ بورډ ته ډېر پرمختګ ورکړم او له هغه وروسته به د تاجکستان سره هر ډول همکارې دومداره وساتو،، لاتر اوسه تاجکستان کرکټ ملي لوبډله نه سوداګریز لیګ لري او نه یې کورنی کرکټ دومره غني دی خو د افغانستان کرکټ بورډ رییس خپل نظر د مخکې نه شریک کړې.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې