دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

یونس خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی وټاکل شو

پاکستان کرکټ بورډ نن د سي شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ټیسټ کرکټ وتلی افسانوي کرکټر یونس خان یې د ملي لوبډلې روزونکی وټاکه.د ده ترڅنګ مشتاق احمد دوهمه ټاکنه وه چې پاکستان کرکټ بورډ د خپل سپین بالینګ لپاره انتخاب کړ.د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره پخوانی کيپتان مصباالحق،مشر روزونکی، د چټکې توپ اچونې په برخه کې وقار یونس، او د توپ وهنې په برخه کې نوې کوچ یونس خان شامل دي.د پاکستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس وسیم خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د یونس په شتون کې به پاکستان کرکټ ملي لوبډله پوره پرمختګ وکړي او نوموړی د کرکټ په برخه کې ځانګړې تجربه هم له ځانه سره لري.

یونس خان ویلي،، دا زما لپاره تر ټولو بهترینه او غوره خبره ده چې د بیا ځل لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې یو غړی شوم.پاکستان کرکټ ملي لوبډله په روان کال کې د انګلستان سره سیریز لري که څه هم دا یو ګواښونکی سفر دی خو مونږ به د امکان ترحده خپلې هڅې د لوبډلې سره جارې وساتو او په دې سفر کې به ختمن زمونږ ګډون په لیوالتیا وي،،همدا شان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سلیکټر مصباالحق هم یونس خان ته ښه راعلاست ویلي او هغه یې د پاکستان ملي لوبډلې لپاره یو مهم غړی بللی دی.یاده دې وي چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله په اوسني وخت کې د روزونکو په برخه کې تر تولو مه سټاپ له ځانه سره لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې