افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

پر همدې ورځ: درې کاله دمخه راشد خان ۷ وېسټ انډېزي لوبغاړي سوځولي وه

د کریکټ نړیوالې شورا یا اي سي سي د افغان کریکټ ملي لوبډلې سوکه یا ورو توپ اچوونکي راشد خان هغه توپ اچونې یادونه کړې ده چې درې کاله دمخه یې د وېسټ انډېز پر وړاندې ترسره کړې وه. راشد خان پر همدې ورځ د وېسټ انډېز پر وړاندې په یوه سیالۍ کې اووه مهم لوبغاړي له مخې پورته کړې وه. 

چې د کریکټ نړیوالې شورا بیا د راشد خان دغه ډول پیاوړې توپ اچونه ستایلې ده. په ۲۰۱۷ م کال کې افغان لوبډلې د جون پر نهمه نیټه (پر همدې ورځ) له وېسټ انډېزۍ لوبډلې سره لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ پیل کړه. چې پدې لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې افغان کریکټ ملي لوبډلې په ۶۳ منډو بریا ترلاسه کړه. 

په نوموړې سیالۍ کې راشد خان بې څارې او حیرانوونکې توپ اچونه ترسره کړه. راشد خان د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې اووه لوبغاړي وسوځول او تر څنګ یې ګلبدین نایب ۱ او دولت ځدران دوه لوبغاړي اوټ کړل.  د یادولو وړ ده چې د لوبې غوره لوبغاړی هم سوکه یا ورو توپ اچوونکی راشد خان ونومول شو.

راشد خان پدې لوبه کې ۱۸ منډي ورکړې او ۸.۴ اوورنه یې ترسره کړل.  د راشد خان له یادې کارنامې وروسته نوموړی خورا پر ټولنېزو رسنیو وستایل شو او ګڼو ورزشي سایټونو او ورځپاڼو ورته عجیبه سر ټکي جوړ کړې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې