نړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ سریلانکا ته شین څراغ ورکړ

نن د اسیا جام لپاره د هیوادونو غونډه ترسره شوه چې پکې د افغانستان له لورې د کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزی، د
BCCI
کمېټې مشر سارو ګڼګولي، د سریلانکا څخه د کرکټ بورډ رییس شمامي سلوا، او ورته نور مشرانو پکې هم ګډون درلود. یاده ناسته کې دا روښانه نشوه چې راتلونکی اسیا جام به په کوم هیواد کې ترسره شي.او نه یې د ترسره وي معلومه نېټه ذکر کړه.مخکې پاکستان کرکټ بورډ ویلي و چې دا ځل به د پاکستان په کوربتوب اسیا جام په دوبۍ کې ترسره کیږي چې د هندوستان په ګډون ټولو اسیایي هیوادونو منلي وه. اوس د سریلانکا کرکټ بورډ رییس شمامي سیلوا ویلي،،

پاکستان کرکټ بورډ په دغه ناسته کې سریلانکا ته شین څراغ ورکړ یعني چې دا ځل که امکان یې و نو اسیا جام به د دوبۍ پر ځاې په سریلانکا کې ترسره شي.مونږ پاکستان کرکټ بورډ سره مخکې هم خبرې کړې وي او راته یې ډاډ راکړې و چې دا ځل به د ۲۰۲۰ م کال په اګسټ میاشت کې اسیا جام په سریلانکا کې ترسره کیږي، مونږ هم د دې کړنې سره موافقه ښودلی نو ځکه خو پاکستان کرکټ بورډ مونږ ته په غونډه کې شین څراغ راکړ، مونږ ته پاکستان کرکټ بورډ اجازه راکړه چې دا ځل به اسیا جام په سریلانکا کې ترسره کیږي،،پاکستان او هندوستان سره په تګ راتګ کې سیاسي مشکلات لري چې له دې وجي کرکټ ته هم مکمله ضربه ورکړې ده.یاده دې وي چې دا ځل د اسیا جام کوربتوب د پاکستان هیواد په غاړه دی او چيرته یې چې خوښه وي ترسره کولای یې شي خو پرته له پاکستانه.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې