دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د کرکټ نړیوالې شورا لاندې بندیزونه د لوبو پر جریان ولګول

icc
یا د کرکټ نړیوالې شورا د کرونا ویروس د تحدید له وجې ځنې بندیزونه په لوبغاړو ولګول چې په سر کې یې د ټیسټ کرکټ لوبه شامله ده. دغي شورا ویلي،، هر لوبغاړی به د امپاېر تر مشورې وروسته بدلیږي دا ځکه چې لوبغاړی باید ډېر په لوبغالي کې پاتې نشي.لوبغاړی د لوبې په جریان کې نشي کولای چې په مسلسل ډول لعاب یا لاړي په بال وکاروي او ترڅنګ یې هیڅ ډول باندې باید دغه کړنه ترسره نه کړي.خو که دا دعادت له مخې ترسره شي بیا نو کومه غیري قانوني کړنه نه حسابیږي.همدارنګه به هر اننګز کې لوبغاړو ته د امپاېر لخوا دوه خبردارۍ ورکول کيږي او د زياتو سر غړونو په صورت کې به لوبډلې ته پنځه مفته منډې ورکول کیږي،

او بال به ډېرۍ وخت د امپاېر لخو د لاړو پاکیږي.همدارنګه به هره لوبډله د خپلو داخلې امپاېرانو څخه ګټه پورته کوي ترڅو لوژیستکی برخه هم په نظر کې ونیول شي.د دې ترڅنګ به په ریویو کې هم زیاتوالی راشي چې د ټیسټ کرکټ لپاره به درې او د پنځوس اوریزه لوبو لپاره به دوه ریویو ګانې موجودي وي. یوه بله نوې خبره چې لوبډلې نور کولای شي د ټیسټ کرکټ په څير د خپلو شيټونو په منځ کې د لوګو اعلانات اوږده کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې