دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بنګله دیش کرکټ بورډ : سریلانکا ته د درې ټیسټ لوبو لپاره هیڅ ډول چمتوالی نلرو

بنګله دیش کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د سریلانکا سره د درې ټیسټ لوبو لپاره هيڅ ډول چمتوالی نلري، او یاد سفر ته هیڅ کوم لوبغاړی هم زړه نه ښه کوي.د بنګله دیش او سریلانکا ترمنځ درې ټيسټ لوبې د جولای په درېمه نېټه پلان شوې وي چې د کرونا ویروس له امله دغه لوبې په خطر کې دي.درې واړه ټیسټ سیالۍ به د سریلانکا په کوربتوب په کولمبو، ګیل او ګینډي، ترسره شي خو که چيرته بنګله دیش لوبډله د یاد سریز لپاره خپل چمتوالی ونیسي.


د بنګله دیش کرکټ بورډ یو مهم غړي اکرم خان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي،، مونږ د ځنې لوبغاړو سره خبرې کړي خو د دې ټولو ځوان نه و او د دې سفر لپاره هیڅ ډول نه اماده کیږي.بورډ به هره فیصله وروسته له هغې کوي چې یو سریزلپاره بشپړ چمتوالی ولرو.مونږ لا تراوسه په خپل کور کې روزنه نده پيل کړې نو څنګه د یو بل هیواد لپاره لوبغاړي دې ته اړ کړو چې باید ختمن دا سفر ترسره کړي.دا هم لا نده معلومه چې حالات به کله ښه کیږي.زمونږ لوبډله باید څه نا څه تمرینات ترسره کړي مونږ پرته له چمتوالي سریلانکا ته سفر نشو کولای.زمونږ هر لوبغاړی ۴۰ ورځو روزنیز کمپ ته اړتیا لري ترڅو خپل فیټنیس برابر کړي،،سریلانکا هغه اسیایي هیواد دی چې د نورو اسیایي هیوادونو په پرتله پکې د کرونا ویروس ډېر کم تر سترګو کیږي.یاده دې وي چې په جولای میاشت کې سریلانکا کرکټ ملي لوبډله د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب په خپله غاړه لري چې درې پکې شل اوریزه او درې پنځوس اوریزه سیالۍ شاملې دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې