لیګونهنړیوال کریکټ

مایکل هوډلینګ : که نړیوال شل اوریزه جام ترسره نشي نو هندوستان کرکټ بورډ پوره حق لري چې د خپل لیګ لپاره ځای پیدا کړي

د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر مایکل هوډلینګ ویلي،، که چيرته نړیوال شل اوریزه جام ترسره نشي نو د هندوستان کرکټ بورډ او
BCCI


کمېټه پوره حق لري تر څو د دیارلسم پړاو لپاره ځاې او وخت پیدا کړي.نړیوال شل اوریزه جام دا ځل په استرالیا هیواد کې د مخکښه لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي چې لاهم د کرکټ نړیوالې شورا په دې اړه پرېکړه نده کړې.خو زه په دې باور یم چې که چيرته نړیوال شل اوریزه جام ترسره نشي نو بي سي سي آی حق لري تر څو خپل کورنی کرکټ له سره تنظیم کړي،،یاده دې وي چې د کرکټ نړیواله شورا د جون په لسمه نېټه خپله نهایي پرېکړه اعلانوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې