لیګونه

عرفان پټان د ډیرن سیمی نسل پرستي ادعاګانو په اړه غبرګون وښود

د وېسټ انډيز کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي ډیرن سیمی څو ورځې وړاندې د تور پوستو سره د توپیرې چلند په اړه خپل غږ پورته کړ او پر وینا یې چې د کریکټ لوبه هم له توکم پالنې څخه بې برخې نده او لده سره هم په هند غوره لیګ کې توپیرې چلند شوی دی. خو له بلې خوا د نوموړي دا ډول ادعاوې د هندۍ لوبډلې پیاوړي لوبغاړي عرفان پتان رد کړې دي او د سیمی دا ډول تورونه یې غندلې دي. عرفان پټان ویلي دي، چې زه له ډیرن سیمی سره په لوبډله کې یو ځای وم زه او سیمی دواړه د سنراېزر حېدراباد لوبډلې برخه وو. له سیمی سره هېڅ داسې چلند ندی شوی چې ګواګې دا تور پوستی دی او لده سره دې توپیرې چلند وشې. عرفان پټان وایي له سیمی سره هېڅ توپیرې چلند ندی شوی. عرفان پټان وویل:

((زه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له سیمی سره یو ځای په سنراېزر حېدراباد لوبډله کې وم. زه پدې اړه هېڅ نه پوهېږم، ځکه له سیمی سره هېڅ توپیرې چلند نه وه شوی.)) له عرفان پټان سربیره وینګوپال او پارټیو پتیل هم وویل چې له سیمی سره داسې هېڅ کوم توپیرې چلند ندی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې سیمی پدې وروستیو کې د نژاد پرستۍ پرضد مبارزه پیل کړې ده او ادعا یې کړې ده چې په هند غوره لیګ کې لده او سریلانکایي لوبغاړي سره توپیرې چلند شوی وه. سیمی وایي په هند غوره لیګ کې به ورته خلکو د سکالو (تور پوستو) خطاب کاوه.

له سیمی سربیره یو څو نورو کریکټ  لوبغاړو هم د توکمیز چلند پر وړاندې خپل غږ پورته کړی دی. چې د هغو لوبغاړو له ډلې څخه یو هم د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې خطرناک توپ وهوونکی کرېس ګېل دی او پر وینا یې چې په کریکټ کې هم توپیرې چلند شتون لري. خو جوفرا ارچر بیا د تور پوستو لپاره غږ پورته کړی دی او د توپیرې چلند پر وړاندې یې مبارزه پیل کړې ده.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې