نړیوال کریکټ

د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې پدې ورځ د کریکټ په تاریخ کې تر ټولو لوړ هدف جوړ کړی وه

پدې ورځ (د جون پر اتمه نیټه) د نیوزیلینډ ښځینه کریکټ لوبډلې په ښځینه کریکټ کې تر ټولو لوړ هدف یا تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې وې. پر دې ورځ د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې د ایرلنډ ښځینه لوبډلې پر وړاندې په ټاکلو پنځوس اوورنو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره (۴۹۱) منډي جوړې کړې وې. چې دا د ښځینه کریکټ په تاریخ کې تر ټولو زیاتې منډې دې.

خو د نارینوو کریکټ په تاریخ کې بیا تر ټولو زیاتو منډو ریکارډ د انګلیستانۍ لوبډلې په نوم دی. انګلیستانۍ لوبډلې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو پنځوس اوورنو کې (۴۸۱) منډې جوړې کړې وې. 

د ایرلنډ پر وړاندې د لوبې جزیات څه ډول وه؟

د آیرلنډ پر وړاندې پدې لوبه کې د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې لپاره اوپنرې یا پیلیزې توپ وهوونکې جېس واټکن او سوزي بېټس د لوبډلې لپاره ښه پیل ورکړ او دواړو تر (۱۹) اوورنو پورې ملګرتیا وکړه نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې لومړۍ ویکیټه پر (۱۷۲) منډو له لاسه ورکړه. جېس واټکن د (۶۲) منډو په جوړولو سره خپله ویکیټه له لاسه ورکړه خو سوزي بېټس د آیرلنډۍ لوبډلې پر وړاندې همداسې نا سوځيدلې ولاړه وه. د سوزي بېټس سره د ملګرتیا لپاره توپ وهنې ته میډې ګرېم راغله او له سوزي بېټس سره یې یو ځای توپ وهنې ته دوام ورکړ چې دوی دواړو د (۱۱۶) منډو ملګرتیا وکړه. او سوزي بېټس د ایرلنډ ښځینه لوبډلې پر وړاندې (۱۵۱) منډي جوړې کړې. میډې ګرېم خپله ویکیټه بیا پر (۱۲۲) منډو له لاسه ورکړه چې وروسته د توپ وهنې لپاره امېلا کیر، میدان ته ښکته شوه چې په ۴۵ توپونو یې یواځې (۸۱) منډي جوړې کړې. او د لوبډلې هدف یې تر (۴۹۱) منډو پورې ورساوه. 

په ځواب کې ایرلنډۍ لوبډلې څه وکړل؟ 

د ایرلنډ ښځینه کریکټ ملي لوبډلې د (۴۹۱) منډو هدف په تعقیب کې خپله توپ وهنه پیل کړه. او له پیل څخه یې زیان وموند. دوی په پیل کې خپل کیلدې او مهم لوبغاړې ژر ژر له لاسه ورکړل. او ټوله لوبډله یې په (۱۴۴) منډو وسوځېده. چې پدې توګه د نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې د (۳۴۷) منډو په لوی توپېر سره یاده سیالۍ وګټله. د آیرلنډ ښځینه لوبډلې پر وړاندې بریا د نیوزیلینډ ښځینه کریکټ لوبډلې په تاریخ کې څلورمه لویه بریا وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې