افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

حضرت الله ځاځی: افغان لوبډله به نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې پورې لار پیدا کړې

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې بریدګر توپ وهوونکي حضرت الله ځاځي تازه په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې افغان کریکټ ملي لوبډله دا وړتیا لري چې تر نیمه پایلوبې پورې په نړیوال شل اورېز جام کې ځان ورسوې.  ځاځي چې له کریکټ ورلډ ټکی کام وېبپاڼې سره “مرکه” کوله وویل، چې زه باور لرم افغان لوبډله به په شل اورېز نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې پورې ځان ورسوې، ځکه چې افغان لوبډله په شل اورېزو لوبو کې ښه ترکیب لري.

افغان لوبډله بې له شکه چې په شل اورېزو لوبو کې یوه پیاوړي لوبډله ده او تل یې د نړۍ ځواکمنې لوبډلې په شل اورېزو سیالیو کې ننګولې دي.  حضرت الله ځاځي همدغه راز له نوموړې وېبپاڼې سره د هند تجارتې لیګ په تړاو هم خبرې کړې دي او ویلي یې دي، چې هر لوبغاړی دا هیله لري چې د آی پي ایل په څېر ورته لیګ کې ولوبېږي او دا یې ارمان وې چې زما هم همدا ارمان دی چې په ای پي ایل لیګ کې ولوبېږم. 

هغه له تماشاچیانو پرته سیالۍ ترسره کول ښه ونه بلل او پر وینا یې چې له تماشاچیانو پرته سیالۍ ترسره کول هېڅ خوند نلري.

حضرت الله ځاځی د افغان لوبډلې یو بریدګر توپ وهوونکی دی او ډیری وخت یې خطرناکه سیالۍ نندارې ته وړاندې کړې ده. نوموړي د ایرلنډ پر وړاندې په یوه شل اورېزه سیالۍ کې په یوه پاڼۍ کې ۱۶۲ منډې وکړې چې په شل اورېزو لوبو کې دوهم توپ وهوونکی دی چې په یوه پاڼۍ کې زیاتې منډې ترلاسه کوي. 

د یادولو وړ ده، چې ځاځي همدغه راز په افغانستان غوره لیګ کې عبدالله مزاري ته په یوه اوور کې شپږ “شپږیزې” ورکړې او ور څخه یې په یو اور کې ۳۷ منډې واخیستې چې مزاري یو توپ وایټ یا پراخه توپ ترسره کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې