دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

ډېرن سمي : د هندوستان په سوداګریز لیګ کې به ما او پریرا ته خلکو کالو یا تورپوستان ویل

د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه جام اتل لوبغاړی ډيرن سمي ویلي،، زه به چې د هندوستان په تجارتي سیالیو کې لوبیدم نو ډېرو خلکو به ما او تیسارا پريرا ته کالو یا تورپوستانو نارې وهلي.زه پر دې وخت کې د کالو په معنا نه پوهیدم او مفهوم به مې ترې داسي اخیستی چې ګوندي دوی مونږ قوي خلک بولي اوس چې کله پوه شوم نو ډېر زیات غوصه یم.زه او پریرا پر دې وخت کې د هندوستان په سوداګریز لیګ کې د سنرایزر حیدراباد لپاره لوبیدو،مایوازې دا فکر کوو چې هنديان ماته د قوي سړي لقب راکوي خو چې اوس پوه شوم ډېر شرمیږم،، ډیرن سمي او کریس ګيل په تیر کې هم ویلي و چې د نژادي تعصب سره څو څو ځله مخ شوې دي، ګيل له آی سي سي څخه غوښتنه وکړه

چې باید په کرکټ کې نژاد پرستې ختمه شي او د تور پوستو لپاره مناسب قدر وشي.د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پخواني کيپتان ډېرن سمي دغه خبرې په خپل رسمي فیسبوک اکاونټ او انسټګرام کې کړې دي،

سمي په ۲۰۱۳ م کال کې د سنرایزر حیدراباد لپاره، لوبیده او همدا شان په ۲۰۱۵ م کال کې د وروستي ځل لپاره دغي لیګ کې ولیدل شو.سمي د رايل چلینجرز بینګلور، کنګز ايلون پنجاب او سنرایزر لپاره لوبیدلی لوبغاړی و.سمي د هند په سوداګریز لیګ کې ۲۲ میچونه کړې او په دغه لوبو کې ۲۹۵ منډې ترلاسه کړې دي.د بالینګ په برخه کې ۱۱ ویکټې لري او تر ټولو بهترینه توپ اچونه یې په میچ کې ۴ ویکټې اخیستل په ۲۲ منډو ورکولو سره دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې