لیګونه

ډیرن سیمی: په آی پي ایل کې د توکم پالنې قربانی شوی وم

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي ډیرن سیمی ویلي دي، چې په هند غوره لیګ کې د توکم پالنې قربانی شوی وه. دا په داسې حال کې ده چې په متحده ایالاتو کې پولیسو یو تور پوستی جورج فلاېډ نومیده وواژه چې وروسته د دغه تور پوستې مړینې سخت غبرګونونه راوپارول او په متحده ایالاتو کې تور پوستو یو ډول ناورین رامینځته کړ. 

چې دغې غبرګونونو د کریکټ نړۍ باندې هم اغېزه کړې ده او د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ډیرن سیمی څو ورځې وړاندې له کریکټ نړیوالې شورا یا آي سي سي څخه غوښتې وه چې د تور پوستو لپاره دې خپل غږ پورته کړې، سیمی ویلي وه چې کریکټ هم له توکم پالنې پاتې ندی او دلته هم پرتلنه کېږي. سیمی یو ځل بیا ویلي دي چې په آی پي ایل کې لده سره پرتلنه شوی ده او د توکم پالنې قربانی شوی وه.

چې دې کار سیمی سخت غوسه کړې وه. سیمی وویل:  ((څه چې آي سي سي او نور بورډونه یې نه ګوري هغه زما په شان ورته خلکو سره پيښېږي. زما په څېر ورته خلکو سره ټولنېزه بې عدالتې هېڅوګ هم نه ګورې.)) سیمی له آي پي ایل مسولینو څخه ناراضه دی او پر وینا یې چې په یاد لیګ کې ور سره پرتلنه شوې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې