نړیوال کریکټ

په کراچۍ کې د کریکټ نوی جوړ شوی لوبغالی د طوفان له امله زیانمن شو

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کریکټ نوی لوبغالی یا مېدان جوړ شوی وه. چې یاد لوبغالی اوس په کراچۍ کې د رامینځته شوو طوفانونو له کبله زیانمن شوی دی او پاکستان کریکټ بورډ ته یې سخت زیان اړولی دی. د ځایي رسنیو پر وینا، چې په کراچۍ کې د نوي ترمیم شوې لوبغالي تفلون بامونه د وروستیو دوړو او بادونو له امله سخت خراب شوې دي.

یاد چتونه تېر کال د پاکستان سوپر لیګ پنخم پړاو دمخه جوړ شوې وه. د رسنیو د راپورنو پر وینا چې یاد تفلون بامونه د مالېزیا هېواد څخه راوړل شوې وه خو کوالیټې د المان هېواد وه. ادغا شوې وه چې دا تفلون بامونه به بادونو بارانونو سره روغ رمټ پاتې شې او خپله کوالیتې به له لاسه ورنکړې پداسې حال کې چې شل کاله به دوام وکړې.

خو په ورته وخت کې ټول یې دوه کاله هم دوام ونکړ. د یادولو وړ ده چې په کراچۍ کې د سختو تېزو طوفانونو له امله د پاکستان د کریکټ یو ملي لوبغالي دیوال هم سقوط کړی او ویجاړ شوی دی. چې دا ورته زیانونونه د پاکستان کریکټ د مالي زیانونو لامل ګرځیدلی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې