لیګونهنړیوال کریکټ

متحد عربي امارات : که هندوستان ورته د دیارلسم پړاو د تره سره کیدو وړاندیز وکړي نو دوی به یې بغیر له کومې ستونزې قبول کړي

د هندوستان سوداګریز
ipl
لیګ چې ټاکل شوې و د ۲۰۲۰ م کال په پيل کې د ممبې او چينای سوپر کینګز په لوبه پیل شي لیکن د کرونا ویروس له امله یاد لیګ د نامعلوم وخت لپاره وځنډول شو، اوس د هندوستان
BCCI
کمېټه په دې لټه کې ده چې په یو بل هیواد کې د یارلسم پړاو آی پي ایل ترسره کړي. د دې ګنګوسي په اوریدو سره متحد عربي امارتو ویلي که هندوستان ورته وړاندیز وکړي نو دوی به یې بغیر له کومې ستونزې قبول کړي.د متحد عربي اماراتو د کرکټ بورډ عمومي منشي ( مبشر عثماني) ویلي،،

مونږ مخکې په ۲۰۰۹ م کال کې هم د آی پي ایل لیګ کوربتوب کړې و او دغه لیګ په ډېر ښه شکل سره پاې ته ورسید، نو که هندوستان غواړې چې دا لیګ یو ځل بیا په اماراتو کې ترسره کړي نو مونږ ورته ښه راعلاست وایو،، د نړیوال شل اوریزه جام او آي پي ایل د ترسره کیدو او نه ترسره کیدو په اړه به د جون په لسمه نېټه په یوې عمومي غونډه کې روښانه شي چې دا جامونه به ترسره شي کنه؟ د کرکټ نړیواله شورا د جون په لسمه نېټه د راتلونکې شل اوریزه جام په اړه خپله وروستۍ نهایي پرېکړه اعلانوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې