دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مایکل هوډلينګ : د براو، کيمو پال، او شمیرن هيټماېر، انګلستان ته نه تګ یو بدترینه پرېکړه ده

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله او تر څنګ یې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله هغه دوه لوبډلې دې چې د یو غټ خطر منلو ته چمتو شوې دي، انګلستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې د جولای په اتمه نېټه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې سره د درې ټیسټ سیالیو څخه لومړۍ لوبه پر همدغه نېټه په سوات امپټون سيمه کې د مانچسټر اولډ پر لوبغالي ترسره کړي.

د دې سیالیو لپاره ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې خپله ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې پکې شیمرن هيټماېر، کیمو پال، او ډیرن براو،

هغه لوبغاړي دي چې د انګلستان د سفر څخه یې انکار وکړ.د دې انکار وروسته مایکل هوډلینګ وویل،، دا زمونږ لپاره ډېره بدبخته خبره ده ځکه درې مهم لوبغاړي مونږ له لاسه ورکوو دوی په دې برخه کې ډېر غښتلي و، خو زه پر چا فشار نه راولم دا د هر لوبغاړي خپله خوښه ده چې دې لوبو لپاره سفر کوي او کنه؟ مونږ ۲۵ لوبغاړي خوښ کړې خو لا تر دې دمه د دې لپاره کوم تصمیم نشته چې څوګ باید په لوبډله کې ور زیات کړې شي،،یاده دې وي چې انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته به د لومړي ځل لپاره د جي روټ په نشتون کې بین سټوکز د لوبډلمشر په توګه دنده ترسره کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې