افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې د درې میاشتنې ځنډ وروسته نن خپل تمرینات پيل کړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړو لوبغاړو نن رسماً د کرکټ بورډ له اجازې وروسته خپل تمرینات پیل کړل. افغان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې یاد تمرینات یې د دې په موخه پیل کړې ترڅو د راتلونکي اسیا جام او نړیوال شل اوریزه جام لپاره خپل چمتوالي ونیسي.د وروستیو معلوماتو له مخې په یاد کمپ کې شل افغان لوبغاړي شامل دې چې د روعتیا وزارت د نړیوال سازمان تر څار لاندې به خپل تمرینات په اته کسیز ډول سره ترسره کړي.

د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي تيره ورځ له لانس کلوزنر، انډي مولز، او اضغر افغان سره په یو ویډویي کنفرانس کې خپل راتلونکي پلانونه شریک کړل.د یاد کمپ په اړه کرکټ بورډ دا نده روښانه کړې چې څو ورځي به دوام وکړي خو دا تمرینات به په مرکز کابل کې ترسره کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې