افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

افغان لوبغاړو هم تمرینات پیل کړل

د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله نړیوال کریکټ په ټپه دریدلی وه. چې اوس یو ځل بیا د پیلیدو په حال کې دی او ډېر ژر به نړیوال کریکټ پیل شې. د دې ناروغۍ له امله د مارچ میاشتې راهیسې سیالۍ ندې ترسره شوې چې اوس پداسې وضعیت کې ډیری کریکټ لوبډلو له دوه میاشتنې ځنډ وروسته یو ځل بیا تمرینات او له خپلو سیالو لوبډلو سره یې د لوبو نیټې په ډاګه کړې. 

د انګلینډ، وېسټ انډېز او سریلانکا کریکټ لوبډلو وروسته اوس د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې هم خپل تمریناتې کمپ په پلازمینه کابل کې پیل کړ. د افغانستان کریکټ بورډ له لوري ورکړل شوې مالومات ښایې چې د راشد خان او محمد نبي په څېر ورته لوبغاړو خپل تمرینات نن یکشنبه د کابل په کریکټ لوبغالي کې پیل کړل.  د افغان کریکټ بورډ پر وینا، دا کمپ به د کریکټ نړیوالې کمیټې (آي سي سي)، د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سره په نږدې همغږۍ کې تنظیم شې. چې تر څو د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له خپرېدو څخه مخنیوی وشې. 

د یادولو وړ ده چې د شنبې په ورځ د افغانستان کریکټ بورډ چارواکو او لوبغاړو د پوهاوې اړوند یوه غونډه ترسره کړه. چې په پایله کې یې د امنیتې تدابیرو او کووېډ ـ ۱۹ څخه د مخنیوې په لارو چارو باندې خبرې شوې وې. افغان لوبډله به له شل اورېز نړیوال جام سربیره له اسټرالیا سره یوازینۍ ټېسټ سیالۍ هم په نومبر میاشت کې ترسره کړې. 

په کمپ کې لاندې لوبغاړي شامل دي: اصغر افغان (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځي، کریم جنت، محمد نبي، نجیب الله ځدران، ګلبدین نایب، راشد خان، ناوین الحق، شاپور ځدران، قیس احمد، مجیب  الرحمن، عظمت الله عمر، سمیع الله شینواری، محمد شهزاد، سعید شیرزاد، درویش رسولي، ظهیر خان پکین، فرید ملک، حمزه هوتک او شرف الدین اشرف.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې