دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هندې لوبغاړی اوس په یو فلمي ستورې بدل شوی

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې مشهوره سپینر توپ اچوونکی هربجن سېنګ اوس د کریکټ له نړۍ وروسته د فلم نړۍ ته ور ودانګل. دغه وتلی کریکټر چمتو دی چې په اداکارۍ پیل وکړې.

دغه ۳۹ کلن لوبغاړي په ټولنېزو رسنیو کې له خپلو مینه والو سره د خپل فلم چې د فرېنډشیف (ملګرتیا) په نامه باندې نومول شوی دی پوسټرې پوسټ خپور کړی دی.

هربجن سېنګ نه یواځې د هندۍ لوبډلې لپاره کلیدې او مهم لوبغاړی دی بلکې نوموړی په هند غوره لیګ کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې یو له سترو او پیاوړو لوبغاړو څخه دی. یاد فلم به د جان پاول راج او شام سورېا لخوا لارښود کړای شې.

او ښایې چې په اګسټ میاشت کې خپور شې. تر دې دمه پورې دا په ډاګه شوې نده چې په فلم کې به د نوموړي رول څه وې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې