دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د پاکستانۍ لوبډلې تېسټ کریکټر له کرونا وژونکي ویروس څخه وژغورل شو

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی ټېسټ کریکټ لوبغاړی توفیق عمر د کووېډ ـ ۱۹ یا کرونا ویروسي ناروغۍ څخه وژغورل شو. نوموړی څه موده وړاندې پر یاد وژونکي ویروس باندې اخته شوی وه.  چې وروسته بیا د تشخیص لاندې ونیول شو چې تازه د راپورنو له مخې نوموړی له یاد وژونکي ویروس څخه ژغورل شوی دی. نوموړی نږدې ۱۴ ورځې قرنطین وه چې وروسته یې بیا د ټیسټ پایله منفې وه.  دغه ۳۸ کلن پیاوړي لوبغاړي له ټولو خلکو وغوښتل چې د دغه ویروسي ناروغۍ څخه دې ځان وساتي او د روغتیا نړیوال سازمان له لوري چې کومې سپارښتنې شوې دې هغه باید عملي کړای شې.  د نوموړي پر وینا کوم اشخاص چې پر دغې ناروغۍ اخته شوې دي. هغوی باید له کورنۍ زړو غړو او کوچنې ماشومانو څخه لرې اوسې او باید ځان لپاره یو ځانګړې خونه چمتو کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې