دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پاکستان کرکټ بورډ د ښځينه لوبغاړو سره مرکزي قرارداد اعلان کړ

پاکستان کرکټ بورډ له ښځینه ملي لوبډلې سره نوې مرکزي قرارداد لاسلیک کړ په تړون کې د پاکستان کرکټ ښځينه لوبډلې لپاره په الف کټګورۍ کې بسيمه معروف، او جاویرا خان، په (ب) کټګورۍ کې عالیه ریاض، دینا بیګ، او سیدرا نواز، په ( سي) کټګورۍ کې بیا انام امین، ناهیده خان، ندا دار، او اومیما سهیل،شاملې لوبغاړي دي.همدا شان له ایمرجینګ څخه یې عایشه نسیم، فاطمه ثنا، کاینات حفیظ، منیبا علي صدیقي، ناجیه علوي، رامین شمیم، صبا نذیر، سعیده اقبال، او سعیده ارووب شاه شاملې دي. انتخابي کمیټې د مرکزي قراردادونو تر اعلان د مخه تفصیلي خبرې درلودې او په یادو خبرو کې د کال ټولې کړنې او لوبې لیدلي نو ځکه یې دغه لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۱ م کاله پورې انتخاب کړه.

پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د ښځینه و لوبډلې د مشر روزونکي اقبال امام تړون به نوې نه شي، او همدا شان بسیمه معروف به تر ۲۰۲۱ م کاله پورې د لوبډلمشرې په توګ له ځانه سره وساتي، بورډ هڅه کوي چې د نارینو ترڅنګ ښځينه کرکټ لوبډلې ته هم سیالۍ پر خپل وخت چمتو کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې