نړیوال کریکټ

وسیم اکرم ویلي د کرکټ نړیواله شورا دې بغیر له نندارچیانو نړیوال شل اوریزه جام نه ترسره کوي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي وسیم اکرم د نړیوال شل اوریزه جام په اړه خپل نظر څرګند کړ. وسیم ویلی،، پرته له ننداره چیانو سیالۍ ترسره کول هیڅ خوند نه لري، دغه جام چې د استرالیا په کوربتوب د سيپټمبر په میاشت کې پیلیږي د نړۍ ټول ګڼ شمیر خلک ورته انتظار باسي،

ICC

باید دغه جام د ننداره چيانو پرته ترسره نه کړي ځکه دا ډېرې احساساتي لوبې دې او باید د هر هیواد مینوال خپلې لوبډلې د نیږدي څخه تشویق کړي.زه ټول پوښتنه کوم ایا پرته د ننداره چیانو نړیوال شل اوریزه جام کوم خوند لري؟ یو نړیوال جام د ټولې دونیا لپاره وي او هر شخص د خپلې لوبډلې د تشویق لپاره میدان ته راځي نو د کرکټ نړیواله شورا دې یو مناسب وخت ته انتظار وباسي ترڅو کرونا ویروس محدود او یا هم له منځه لاړ شي،،

 داسي ګنګوسي هم شتون لري چې د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام دې ۲۰۲۲ م کال ته وځنډيږي.خو لاتراوسه پورې د دې جام د ترسره کولو او نه ترسره کولو په اړه دقیق خبر زمونږ په لاسونو کې نشته د یاد جام په اړه به آي سي سي خپله وروستۍ نهایي پرېکړه د جون په لسمه نېټه اعلان کړي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې