نړیوال کریکټ

میګ لینېنګ: کرونا ویروس به د ښځو پر نړیوال کریکټ اغېزه ونکړې

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام ګټونکې لوبډلمشرې میګ لینېنګ ویلي دي، چې د کووېډ ـ ۱۹ نړیواله ناروغې به د ښځو پر کریکټ باندې هېڅ اغېزه ونلرې. 

  د نوموړې پر وینا، چې د نړیوال جام پر وړاندې به د کرونا ویروس اغیزې هېڅ منفې پایلې ونلرې. ټاکل شوې ده چې د ښځو نړیوال جام به په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د نیوزیلینډ په کوربتوب پیل شې. چې مارچ میاشتې پورې به دوام ومومي. 

خو بل لوري ته د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله د نارینوو شل اورېز نړیوال جام چې په اسټرالیا هېواد کې ترسره کېږي. د خطر سره مخ شوی دی او ښایې چې وځنډول شې.  میګ لینېنګ تېر کال د خپلې پیاوړې لوبډلمشرۍ پر مهال اسټرالیا ته نړیوال جام وګاټه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې