افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

شل افغان لوبغاړي د اسیا جام لپاره تمریناتي کمپ پیلوي

افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې روانه جون میاشت د شلو لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پيل کړي، دیاد کمپ څخه موخه داده ترڅو د راتلونکي اسیا جام لپاره خپل چمتوالي ونیسي. افغانستان کرکټ بورډ تیره ورځ د ویډو یې کنفرانس له لارې دمشر روزونکي لانس کلوزنر، همدا شان د کيپتان اضغر ستانکزي او نور غړو سره په یولړ موضاعتو خبرې وکړي.یاد کمپ به د روعتیا د نړیوال سازمان تر څار لاندې او د دوی تر سلا مشورو سره سم مخ ته یوړل شي.

افغان کرکټ ملي لوبډله د اګسټ په میاشت کې اسیا جام په مخکې لري، د دې ترڅنګ د زیمبابوې سره د لوبو په اړه هم معلومات ورکول شوې و خو دقیقه نيټه یې نده روښانه شوې. د مینوالو لپاره ښه خبرونه دا دې چې کرکټ به په راتلونکي جولای میاشت کې بیرته پیل شي او ځنې نړیوالې لوبډلې به د یو بل پروړاندې سیریزونه ترسره کړي.لکه ښه مثال یې د انګلستان او ویسټ انډیز ترمنځ درې ټیسټ لوبې دې چې د جولای په اتمه نېټه به د سوات امپټون په سيمه کې ترسره شي.همدا شان د جولای په میاشت کې د سریلانکا په کوربتوب هندوستان کرکټ ملي لوبډله هم دوه اړخیزه سیریز ترسره کوي چې هیڅ کوم یو ننداره چې به پکې ونه لیدل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې