دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ایروین فینچ : سټيو سمیت، په ټیسټ کې او ویراټ کوهلي په پنځوس اوریزه لوبه کې غوره لوبغاړی دی

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې تکړه اوپنر توپ وهونکي ایروین فینچ، د ویراټ کوهلي، او سټيو سمیت، پرتله کړې فینچ ویلي،، د اوسط له مخې هم په کورني کرکټ او هم په نورو هیوادونو کې په ټيسټ لوبه کې د سټيو سمیت، اوسط له ویراټ کوهلي څخه لوړ دی. نو د دې څخه معلومیږي چې سمیټ د ویراټ څخه په ټیسټ لوبه کې مخکې دی.همدا شان ویراټ بیا په پنځوس اوریزه لوبه کې د سټيو سمیت، څخه غوره دی زه د ویراټ او سمیت ترمنځ ډېر فرق نه وینم خو توپیر یې صرف په ټيسټ او شل اوریزه لوبوکې دی، سمیټ په ټيسټ کرکټ په ټولو لوبډلو باچاهي کوي او په ارام ذهن خپل کرکټ ته ادامه ورکوي.اما ویراټ بیا په شل اوریزه لوبه کې خورا بهترینه کرکټ نندارې ته وړاندې کوي،،

سمیت او کوهلي هغه دوه نومونه دې چې ډېری وخت یې د کرکټ لوبغاړي او تبصره کوونکي پرتله کوي چې په دغه پرتله کې په ټيسټ کرکټ کې هر وخت استرالیایي سټيو سمیت ګټلي وي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې