دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

افسانوي کرکټر وسیم اکرم : په آی پي ایل کې په هره لوبډله کې داسي بالران شته چې هدف ګرځيدلی شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني بهترینه توپ اچونکي وسیم اکرم د

Psl

او

Ipl د بالرانو په اړه پرتله کړې وسیم ویلي،، په پاکستان پي ایس ایل لیګ کې داسي بالران د لوبډلو سره نشته چې توپ وهونکی یې  د لوبې په جریان کې ټارګيټ کړي او زیاتې منډې تري واخلې.اما د هندوستان په سوداګریز لیګ کې د لوبډلو سره داسي بالران شته چې توپ وهونکي یې خپل هدف وګرځوي او زیاتې منډې پري جوړي کړي.وسیم اکرم چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې یو مخکښ لوبغاړی و اوس په روزنه کې تر هر روزونکي بهترینه دی، نوموړی د هندوستان په تجارتي سیالیو کې د روزونکي په توګه ډېر پاتې شوې نو ځکه یې خپل نظر د رسنیو سره شریک کړ، خو دپاکستان لیګ ته په کتو او د هندوستان مشهوره لیګ چې په نړۍ کې ګڼ شمير مینوال لري د نړۍ نامتو لوبغاړي پکې لوبیږي د وسیم اکرم دغه پرتله ترډېره بریده سمه نه بریښې، ځکه په آی پي ایل کې چې کوم لوبغاړي لوبیږي هر یو یې ځان ته ځانګړی شهرت او تجربه لري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې