دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

درې ویسټ انډيزي لوبغاړي انګلستان ته له تګ انکاري دي

ټاکل شوې د ویسټ انډیز او انګلستان لوبډلو ترمنځ د جولای په اتمه نېټه د درې ټيسټ سیالیو څخه یې لومړی لوبه پر همدي نېټه پیل شي، ویسټ انډیز د یادو سیالیو لپاره پرون خپله ۱۴ کسیزه لوبډله اعلان کړه په یاده لوبډله کې درې لوبغاړي، شیمرن هيټماېر، ډیرن براوو، او کیمو پال، هغه نومونه دي چې د انګلستان د سفر نه یې انکار وکړ او ویلي دي چې په روان بحراني حالت کې نشي کولای د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لپاره کوم خطر په ځان ومني،ویسټ انډیز کرکټ بورډ د انګلستان سفر ته ۲۵ لوبغاړي چمتو کړي و چې ۱۴ یې تري د درې واړو ټیسټ لوبو لپاره غوره شوې دي.

ویسټ انډیز لوبډله به د رواني میاشتې په ۹ نېټه انګلستان ته په یوه ځانګړې الوتکه کې سفر وکړي چې لوبډلمشري به یې د جیسن هولډر پر غاړه وي. دوی به د سوات امپټون په سیمه کې نیږدي په یو هوټل کې تر درې اونیو قرنطین وي، او له هغه وروسته به د جولای په اتمه نېټه خپله لومړی ټيسټ لوبه د بندو دروازو تر شاه بغیر له ننداره چيانو ترسره کړي.یاده دې وي چې د انګلستان لوبډلې لپاره به د جي رووټ په نشتون کې بین سټوکز د لومړی لوبې کيپتاني پر خپله غاړه ولري.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې