نړیوال کریکټ

اسټرالیایي کریکټ لوبغاړو ته د خطر زنګ

د اسټرالیا کریکټ بورډ خبر ورکړی دی چې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله یې په عوایدو کې په بشپړه توګه ۵۰ ٪ سلنه کمښت راغلی دی. چې له امله یې د قرادادي لوبغاړو معاشونه له خطر سره مخ شوې دي.  یوې اسټرالیایي ورځپاڼې ادغا کړې ده چې د اسټرالیا کریکټ بورډ سږ کال د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله له خورا سترو زیانونو سره مخ شوې ده. چې دغو ورته زیانونو ته په کتو سره ښایې د اسټرالیایي کریکټ لوبغاړو معاشونه کم شي او د معاش نیمه برخه یې ورکړل شې.  د راپورنو له مخې چې د اسټرالیا کریکټ بورډ به د شنبې په ورځ یوه ناسته وکړې او له مخې به یې د اسټرالیایي لوبغاړو معاشاتو په اړه پرېکړه وکړې.  دا په داسې حال کې ده چې سږ کال به اسټرالیا کریکټ بورډ په اکتوبر میاشت کې د شل اورېز نړیوال جام کوربتوب چارې هم پر مخ یوسې.  خو بل لوري ته د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله د دې جام ترسره کېدل نا ممکن ښکارې خو لا هم وروستۍ پريکړې ته تم کېږو وروستۍ پرېکړه به یې په روانه جون میاشت کې وشې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې