نړیوال کریکټ

کریکټ یو ځل بیا: وېسټ انډېز د انګلینډ پر وړاندې لوبډله اعلان کړه

د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ که څه هم دا مهال دوام لري نو وېسټ انډېز کریکټ بورډ بیا هم د انګلینډ پر وړاندې راتلونکو ټېسټ سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه. وېسټ انډېز د انګلینډ پر وړاندې خپله ۲۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه خو درې لوبغاړو یې بیا سفر تر سره کولو څخه انکار کړی دی.  ټاکل شوې ده چې وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډله به د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې په کوربتوب د جولا پر اتمه نیټه لومړۍ ټېسټ لوبه پیل کړې. د وېسټ انډېز کریکټ بورډ ټاکنېز هئېت د چهارشنبې په ورځ د انګلینډ پر وړاندې درې ټېسټ سیالیو ته ۲۵ کسېزه لوبډله اعلان کړه. چې درې لوبغاړو یې بیا د دې سفر تر سره کولو څخه انکار کړی دی. 

ډیرن براوو، شیمرون هټمیر او کیمو پاول دا درې هغه لوبغاړي دي. چې د انګلینډ پر وړاندې یې سفر کولو څخه انکار کړی دی. د یادونې وړ ده چې لومړۍ ټېسټ لوبه به ۸ مې نیټې څخه د جولا تر ۱۲ مې نیټې پورې دوام وکړي، دویمه سیالۍ به د جولا تر ۱۶ مې نیټې څخه تر ۲۰ مې نیټې پورې دوام وکړي او همدغه راز وروستۍ ټېسټ لوبه به بیا د جولای ۲۴ مې نیټې څخه د جولای تر ۲۸ مې نیټې پورې دوام ومومي. 

د انګلینډ پر وړاندې د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې نوملړ: جېسن هولډر (لوبډلمشر)، جي بلېک ووډ، نکرومه بونر، براټوېټ، اېس بروکس، کمپبل، آر چیس، آر کارن وال، ایس ډورچ (ویکټ ساتوونکی)، شای هوف، جوزف،  ریفر، کا روچ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې