دلوبغاړو په اړه

کریکټ ټایمیز: د شل اورېزو لوبو غوره بالر او الراونډر

د کریکټ یوې مشهورې وېبپاڼې (کریکټ ټایمیز) د راشد خان او محمد نبي ګډ انځور خپور کړی دی. او ور سره یې لیکلې دي چې د نړیوالو شل اورېزو لوبو غوره بالر او غوره الراونډر. د یادولو وړ ده چې د کریکټ نړیوالې کمیټې (آي سي سي) هم همدغه ګډ انځور خپور کړی دی او دواړه یې ستایلې دي. 

آي سي سي بیا لیکلې دي، چې د شل اورېزو لوبو غوره بالر راشد خان او د شل اورېزو لوبو غوره الراونډر محمد نبي. دوی بیا ۱۵۱۰ منډي کړې دي او تر څنګ یې ۱۵۸ ویکیټې اخیستې دي.   هېره مو نه وې، چې راشد خان په شل اورېزو لوبو کې یو له هغو لوبغاړو دی چې لومړی مقام له ځانه سره لري. او محمد نبي عیسخېل بیا یو هغه الراونډر لوبغاړی دی چې په نړیوالو شل اورېزو لوبو کې لومړی نمبر الراونډر دی.  راشد خان تر اوسه پورې ۴۸ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې دې چې نوموړي ۱۶۳ منډي جوړې کړې دي او تر څنګ یې ۸۹ لوبغاړي له مخې پورته (اوټ) کړې دي. محمد نبي عیسخېل بیا ۷۸ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ لوبولي دي چې پکې نوموړي ۶۹ لوبغاړي سوځولي دي او همدغه راز یې ۱۳۴۷ منډي جوړې کړې دې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې