نړیوال کریکټ

ډین جونز: شل اورېز نړیوال جام سږ کال نشي ترسره کیدلی

د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له کبله په ټوله نړۍ کې ورزشي فعالیت په ټپه درول شوې وه. خو اوس بیا په روانه جون میاشت کې د پیلیدو په حال کې دی. او ګڼو کریکټ بورډونو او کلبونو خپل روزنیز کمپونه پیل کړې دې او یا هم د پیلیدو په حال کې دي.

چې له ډلې یې یو هم افغان کریکټ بورډ دی چې په روانه جون میاشت کې به خپل روزنیز کمپ په پلازمینه کابل کې د اصغر افغان تر کیپتانۍ لاندې پیل کړې. 

خو په ورته حال کې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د کریکټ پیاوړي مبصر ډین جونز ویلي دي، چې سږنې کال کې شل اورېز نړیوال جام ترسره کیدل نا ممکن ښکارې او سږ کال دا جام ترسره کیدلی نشي. ټاکل شوې ده چې شل اورېز نړیوال جام په اکتوبر میاشت کې پیل او په نومبر میاشت کې پایته ورسېږي. خو د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ له امله د دغې جام پیلیدل له خطر سره مخ شوې دې او د دې جام پیلیدل یې نا ممکن کړې دي.  د یادولو وړ ده چې د نړیوال جام په اړه به وروستۍ پرېکړه د جون پر ۱۰ مه نیټه د ویډیویې “کنفرانس” له لارې وشې. خو پدې شرایطو کې ډین جونز احساس کوي چې سږ کال باید دا جام ترسره نشي او تر سره کیدل یې خورا نا ممکن بریښې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې