افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د کرکټ نړیواله شورا : محمد نبي او راشد خان ترټول بهترینه لوبغاړي دي

Icc

یا د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې راشد او محمد نبي عیسی خيل دوه هغه پیاوړي لوبغاړي دي چې یو یې د شل اوریزه لوبو د بالرانو په لیست کې او بل یې د الراونډرانو په لیست کې لومړي مقامونه له ځانه سره لري. بل پلو دغې شورا ویلي محمد نبي او راشد خان ارمان هغه څوګ دې چې تراوسه یې په ګډه په شل اوریزو لوبو کې ۱۵۱۰ منډې جوړي کړي او دې دې ترڅنګ یې ۱۵۸ ویکټې هم ترلاسه کړي دي.نبي تر دې دمه ۷۵ شل اوریزه لوبې او راشد بیا ۴۱ نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړي.تمه داسي کيږي چې په راتلونکې اسیاجام کې به افغان کرکټ ملي لوبډله د اسیا مخکښې لوبډلې وننګوې ځکه افغانستان په شل اوریزه لوبه کې ټاپ ترینه لوبغاړي له ځانه سره لري. یاده دې وي چې لا تراوسه پورې د سیالیو د بیا پیل لپاره یوازې ویسټ انډيز او انګلستان همدا شان سریلانکا او هندوستان هغه لوبډلې دې چې په جولای مياشت کې به یو ځل نړیوال کرکټ لوبو ته بغیر له نندارچیانو راستانه شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې