افغانستان کریکټ

د افغانستان کریکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي ته د خطر زنګ

د افغانستان کریکټ بورډ پدې اوسني حالت کې له ګڼو نیوکو او ستونزو سره مخ شوی دی. چې د کریکټ بورډ مسؤلینو د ناکامو هڅو له امله دا اداره دا مهال په یوې فاسدې، له درغلۍ ډکې او پر ناکامه ادارې باندې یادېږي. د کریکټ بورډ پر هر پوسټ باندې د هېوادوالو له لوري تل توندې نیوکې کېږي. پدې وروستیو کې د افغان کریکټ بورډ د مطبوعاتو څانګې مسؤل ابراهیم مومند چې په افغانستان کې یو پیاوړی ورزشي او مسلکي ژورنالېست ګڼل کېږي. د کریکټ بورډ له لوري له دندې ګوښه شوی دی. چې افغان کریکټ بورډ بیا د نوموړي ګوښه کېدو په تړاو وایي، چې ابراهیم مومند مسلکي نه وه او د کریکټ بورډ پر کار پوه نه وه. چې د کریکټ بورډ دغه ډول ادغا بیا ګڼو هېوادوالو رد کړې ده او سربیره یې پر کریکټ بورډ نیوکې کړې دي. 

فرهان یوسفزي ته د خطر زنګ څه شی دی؟ 

فرهان یوسفزی چې د افغانستان کریکټ بورډ عمومي مشر دی، خو په افغانستان کې نه لیدل کېږي او نه په افغان کریکټ بورډ کې لیدل کېږي. نوموړی له تېرو څو میاشتو راهیسې له هېواده بهر دی. چې ادارې کارونه یې پر ځای بل څوګ پر مخ وړې. دا چې ښاغلی یوسفزی په افغان کریکټ بورډ کې نه لیدل کېږي نو له امله یې یاده اداره کې ګڼې ستونزې را ولاړې شوې دې. د افغان کرېکنفو د مالوماتو له مخې چې ځینې اشخاص په نوموړي اداره کې په خپلسري توګه کارونه پر مخ وړې او اند دا چې خپل مسولیت په ښه توګه پایته نه رسوې.  چې پورته کارونه ممکن د دې لامل شې چې ښاغلی یوسفزی له دندې ګوښه شې او بله دا موضوع چې هغه له هېواده بهر دی او لوبغاړو، روزونکو او همدغه راز د کریکټ بورډ کار کوونکو سره اړیکه په انلاین بڼه نیسې. چې دا کار د دې ښکارندوی کوې چې فرهان یوسفزی افغان کریکټ بورډ ادارې ته ډېر اولیت نه ورکوې بلکې خپلو شخصي کارونو ته لومړیتوب ورکوې. هېره دې نه وې چې په راتلونکې جون میاشت کې به په مرکز کابل کې د افغان لوبډلې تمریناتې کمپ پیل شې چې په یاد کمپ کې هم ښایې فرهان یوسفزی نه اوسې او دا کمپ له نږدې ونه څارې څارل خو پرېږده چې نوموړي د یاد کمپ په اړه له مسولو کسانو سره وړمه ورځ په انلاین بڼه خبرې وکړلې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې