افغانستان کریکټ

افغان لوبډله په روانه جون میاشت کې تمرینات پیلیوي

د افغانستان کریکټ بورډ تائید کړې ده چې په روانه جون میاشت کې به په مرکز کابل کې د افغان لوبډلې روزنیز کمپ د روغتیا د نړیوال سازمان د لارښوونو په پام کې نیولو سره پیل شې.

افغان لوبډله به د اصغر افغان په کیپتانۍ او د مشر روزونکي لانس کلونز په مشرۍ روزنه پیل کړې.  وړمه ورځ د افغان کریکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي د یوې ویډیویې کنفرانس له لارې د روزونکي او لوبډلمشر سربیره د لوبډلې مشر ټاکونکي انډي مولز او د کریکټ بورډ ځینو نورو چارواکو سره خبرې وکړې. چې پدې کنفرانس کې موافقه وشوه چې په پلازمینه کابل کې به په روانه جون میاشت کې افغان لوبډله خپل روزنیز کمپ پیل کړې.  په ورته حال کې د مۍ پر ۲۸ مه نیټه د اسټرالیا کریکټ بورډ له افغان لوبډلې سره د یوازینۍ ټېسټ لوبې ترسره کولو خبر ورکړ، چې له اسټرالیا سره دا یوازینۍ ټېسټ لوبه به د همدې کال د نومبر په ۲۱ مه نیټه پیل شې.  د معلوماتو له مخې چې یاد کمپ به د ۸/۸ لوبغاړو ترمنځ د روغتیایي اصولو سره په پام کې نیولو سره پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې