افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

Icc حمید حسن ته د کلیزې مبارکي ویلي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو کرکټر حمید حسن چې په خپلې جادو یې چټکې توپ اچونې سره یې په نړیوال معیار لنډ کرکټ نندارې ته وړاندې کړ پرون یې ۳۳ کلیزه وه چې د دې کليزې مبارکي د کرکټ نړیوالې شورا هم حمید حسن ته ورکړه،

Icc

په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي و،، چې د افغانستان نوموتي چټک توپ اچونکې حمید حسن ته  چې له سره پټۍ تړي مبارکي وایو،، حمید په ۲۰۱۹ م کال کې خپله وروستۍ نړیواله پنځوس اوریزه لوبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړه چې له درې اورونو وروسته یې په خپله خپه کې ژور درد محسوس کړ. د کرکټ ډېری شایقین په دې اند دې چې که حمید پر دې ورځ خپل لس اورونه بشپړ کړی وای نو افغانستان په سیالۍ کې بریا ترلاسه کولای شوه. حمید حسن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي لپاره ۳۶ یو ورځنۍ او ۲۲ بیا شل اوریزه لوبي ترسره کړي دي.حمید په پنځوساوریزه لوبو کي ۵۹ او په شل اوریزه لوبو کي یې بیا ۳۲ ویکیټي ترلاسه کړي وي.نوموړي خپله وروستۍ شل اوریزه لوبه د ویسټ انډیز پر وړاندې په ۲۰۱۶ م کال کې وکړه. د کرکټ تبصره کونکې په دې اند دې چې حمید حسن دې یا ښه مبصر شي او یا دې د افغانستان د ملي لوبډلې د بالینګ روزونکی شي.یاده دې وي چې حمید حسن ډېر وخت وړاندې د انګلستان په تجارتي سیالیو کې سخت ټپې شو چې بیا یې کرکټ ته راتګ له همدي وجي زیات ستونزمن شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې