افغانستان کریکټ

په کرکټ بورډ کې د وروستیو ناندریو او پرمختګونو په اړه دلته ولولئ

په کرکټ بورد کې د وروستیو پریکړو ، بدلونونو او اداري جوړښت باره کې مې د ځینو لوبغاړو ، د بورډ مشرانو او مسولینو سره خبرې وکړې او د ځینو باوري سرچینو څخه مې مې هر اړخیز معلومات راټول کړل په همدې لیکنه کې یې تاسې سره شریکوم!
له تیرو څلورو میاشتو راپه دې خوا د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی له هیواد څخه بهر دی ، ځینې خلک د وخت څخه ګټه پورته کوي ، د بورډ په اداره کې بډې وهي ، خپل مسولیت په سم ډول نه ادا کوي ، څه یې چې خوښه وي هغه کوي .
د کرکټ بورډ اجرایوي مشر لطف الله ستانکزي په همدې خاطر ځینې کارکونکي له دندو ګوښه کړي او ځینو ته یې اختارونه ورکړی دي . نوموړي له ټولو کارکونکو غوښتي ، چې هر څوک دې خپل مسولیت وپیژني ، که هر کارکونکي د خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کړه له کرکټ بورډ څخه یې رخصتوم !
هیچا ته اجازه نه ورکوم چې له دغې ملي ادارې څخه ناوړه ګټه واخلي.
د لطف الله ستانکزي پورته خبرې د وطن او کرکټ په خیر دي ، څوک یې چې مخالفت کوي د هغوی اوړو کې شګه ده.
لوبډلې ته د سیالیو چمتوکولو مسولیت د بورد اجرایوي مشر لري… چې دې برخه کې یو څه ستونزې موجودې دي ، څومره چې لوبډلې ته د لوبو ضرورت دی ، هغومره سیالۍ افغان لوبډلې ته نه دي چمتو شوي ، څه د کرونا له وجې او څه د کرکټ بورډ ادارې مشر نشتون له وجې ونه شوې. اوس هم وخت شته نړیوال جام ته مسولین دې لاس په کار شي او لوبډلې ته دې سیالۍ برابرې کړي !
د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی که د بورد ریاست نه شي کولای یا ورته خوند نه ورکوي ، نو هیله ترې کوو ، چې استعفا دې وکړي!
د کرکټ بورډ مشر نشته ، تر ډیره بریده د کرکټ بورد اجرایوي مشر دغه اداره کنټرول کړې ، اداري جوړښت یې ساتلی ، د غلا او نورو خپل سریو مخه یې نیولې ، د لوبو په برابرولو کې ځکه پاتې راغلی چې ټول کارونه ورتر غاړي دي، یو خوا ډانګ دی بل خوا پړانګ ، که لوبو چمتو کولو پسې لاړ شي د ادارې کارونه پاتیږیږي.
اوس قضاوت پر تاسو چې څوک ملامت دی او څوک سلامت؟

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې