دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ټرینټ ووډل د میلبورین سټارز لوبډلې روزونکی وټاکل شو

ټرینټ چې په نړیواله کچه شهرت لرونکی روزونکی دی نوموړی د میلبورین سټارز ښځينه لوبډلې روزونکی وټاکل شو، نوموړي د دې څخه مخکې د

BBL

معاون کوچ و، ووډل ویلي ،، دا زما لپاره ښه فرصت دی، زه ترډېره د بهترینه لوبغاړو په څنګ کې ښکیل یم، زه غواړم دا ځل سټارز ښځينه لوبډله په دې فصل کې وګورم چې وړتیا یې څومره ده او زما هڅه تل دا وي چې زه لوبډله بریا ته ورسوم،، ټرینټ ووډل، د روزنې په برخه کې د هندوستان په سوداګریز لیګ کې د رایل چلینجرز بینګلور، او ډیلي ډیلیورز لوبډلو لپاره هم روزونکی پاتې شوې.په ۲۰۰۸ م کال کې د نیوزیلینډ، او له هغه راوروسته د استرالیا د ښځینه لوبغاړی الیسا هیلي روزونکی هم و، ټرینټ ووډل په حقیقت کې یو بهترینه او بی ساري تجربه لرونکی کوچ دی چې ډېری وخت یې غوره لوبډلې د ځان لپاره انتخابوي. یاده دې وي چې استرالیا هیواد په سوداګریزه کچه هغه لیګ لري چې د بیګ باش په نوم پیژندل کیږي چې د نارینوو په شتون کې پکې ښځینه لوبډلې هم لیدل کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې