دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

محمد حفیظ : بابر اغظم مې کوچنی ورور دی او هيله مند یم چې هغه به د پاکستان لپاره د ډېر وخت خدمت وکړي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر محمد حفیظ د بابر اغظم په اړه ویلي،، بابر اغظم زما کوچنی ورور دی، هغه یو تکړه لوبغاړی دی، بابر په خپله پنځه کلنه دوره کې ډېر ښه ولوبيد، او پاکستان کرکټ بورډ پري پوره باور وکړ او هغه یې د پنځوس اوریزه او شل اوریزه لوبو لپاره لوبډلمشر وټاکه.د بابر پڅېر استعداد زه په ټوله نړۍ کې نه وینم هغه ټول وخت زخمت وباسي او کار کوي زه باورې یم چې هغه به پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ډېر خدمت وکړي او پراته ټول خنډونه به له مخي لري کړي.

بابر باید په کيپتانۍ کې ډېر میچونه وګټې ترڅویو اعتمادي لوبډلمشر شي ما دهغه تر کيپتانۍ لاندې دوه سیالۍ ترسره کړي زه د هغه د کيپتانۍ په اړه څه نه وایم هغه به ټوله نړۍ وګوري چې په دې برخه کې څنګه توپ وهنه مخ ته وړي،، محمد حفیظ دا ځل د پاکستان کرکټ بورډ له لوري د مرکزي قرارداد څخه بي برخې شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې