دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ریچل پریست هم د مرکزي قرارداد څخه ګوښه شوه

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې ښځينه لوبغاړی ریچل پریست دا ځل د کرکټ بورډ د پام څخه وغورځیده او مرکزي تړون ورسره لاسلیک نه شو، ریچل د نیوزیلینډ په لوبډله کې ویکټ کيپره وه او ترڅنګ یې ښه توپ وهونکې هم وه، ریچل ۳۴ کاله عمر لري او د ناکامې وړتیا په اساس ورسره دا ځل تړون لاسلیک نشو، د نیوزیلینډ دښځينه و لوبډلې سر روزونکي باب کارټل ویلي،،

ریچل په وروستیو سیالیو کې ښه ونه ځلیده مونږ د هغه پرځای دا ځل په لوبډله کې بیلز چټ جیس، ته موقع ورکړه جیس په خپلو وروستیو سیالیو کې د ځانه کافي وړتیا ښودلي نو پر همدي موخه پري پوره اعتماد وشو،،۳۴ کلنه ریچل پریست د کرکټ بورډ په کړې پرېکړه تر اوسه کوم څه نه دي ویلي. یاده دې وي چې ډېر کلونه کرکټ بورډونه د کال په وروستیو نيټو کې د لوبغاړو سره نوې قرار دادونه کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې