افغانستان کریکټ

د افغانستان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي په یو ویډويي کنفرانس کې خپلو نورو غړو ته مشورې ورکړي

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه نن د ویډیو کنفرانس له لارې د ملي لوبډلې له مشر روزونکي لانس کلوزنر، د غوراوي کمیټې له مسوول انډي مولز، د ملي لوبډلې له لوبډلمشر اصغر افغان او د ادارې له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه.


په دغه ناسته کې د ملي لوبډلې پر راتلونکي تمریناتي کمپ چې په روانه جون میاشت کې به په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي؛ خبرې وشوې، ترڅو یاد کمپ د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنو او اصولو ته په پام سره ترسره شي، دا چې افغان کرکټ بورډ په پام کې لري چې په روانه جون میاشت کې خپل تمرینات بیا له سره پيل کړي د دې په هکله هم تفصیلي بحث وشو. فرهان یوسفزی دننه په افغانستان کې ندی او له بهره د بورډ ټولې چارې سمبالوي، د نوموړي په هکله د کرکټ ډېرۍ مبصرین په دې اند دې چې باید نوموړی له خپلې دندې تقاعد وکړي ځکه هغه د کرکټ په هیڅ اصولو هم نه پوهیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې