دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

باسط علي : مصباالحق دې د درې بستونه څخه تقاعد وکړي

دپاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي باسط علي ويلي،، د پاکستان سیلکټر او مشر روزونکی مصباالحق لاهم زه د مشر په توګه نه قبلوم، ځکه د هغه وړتیا ډېره زیاته نده، هغه باید له ځنې بستونو څخه تیر شي، هغه باید د یوې غټې څوکۍ څخه استعفا وکړي،ندیم خان اوس بورډ ته لاره پیدا کړي او لا به ۱۲ میاشتې نور هم انتظار وکړي، د ده ترڅنګ باید ثقلین مشتاق د سپین بالینګ په روزنه کې ډېر کار وکړي ترڅو نوې نوې لوبغاړي ملي لوبډلې ته راوباسي،

نوموړي زیاتوي اوس د کرونا ویروس دی او د نړۍ کرکټ په ټپه دریدلی دی نو که څوګ وایې چې پرته د نندارچیانو لوبه کول ښه خوند لري نو دا یوه غلطه پرېکړه ده.باسط علي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی و چې اوس ډېر کله د کرکټ په روانو برخو تبصره کوي اما د پاکستان په سلیکټر مصباالحق زیاتې او نهایې توندي نیوکې کوي نوموړی لا تراوسه د پاکستان مشر روزونکی د دې دندې لپاره وړ او مناسب نه بلي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې