دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

اکاش چوپړا د یولس کسیزي لوبډلې لپاره ایون مورګن د لوبډلمشر په توګه غوره کړ

د هندوستان پخواني کرکټر او د اوس وخت مخکښ مبصر اکاش چوپړا د خپلې خوښې یوه لوبډله جوړه کړه چې یولس لوبغاړي پکې شامل دي، په دغه یولس کسیزه لوبډله کې ایون مورګن له انګلستانه، روهیت شرما له هندوستانه، شیا هوپ له ویسټ انډيزنه، ویراټ هم له هندوستانه، راس ټيلر د نیوزیلینډ نه، شکیب الحسن د بنګله دیش نه، بین سټوکز د انګلستانه، میچل سټارک د استرالیا نه، کلدیپ یادپ، او محمد شیمي، هم له هندوستانه، لوکي فرګوسن بیا د نیوزیلینډ نه، او بابر اغظم بیا دپاکستان هیواد څخه انتخاب شو خو هغه یې د ۱۲ لوبغاړي په حیث په لوبډله کې ورزیات کړ.

چوپړا د یادې لوبډلې کيپتان انګلستانی ایون مورګن ټاکلی، د اکاش ځنې انتخابونه حیرانونکې ځکه و چې د جیسپریت بومره، په شتون کې د محمد شیمي انتخابول خورا د تعجب وړ خبره ده،همدا شان اکاش د نیوزیلینډي لوکي فرګوسن، په انتخابولو کې ویلي ،، چې لوکي د ترینټ بولټ څخه غوره دی،، اکاش د کین ویلیمسن او بابراغظم په هکله وویل ،، زه نشم کولای چې دوی دواړه په یولس کسیزه ټيم کې انتخاب کړم،،اکاش چې د نړۍ مخکښ تبصره کوونکی دی د ویراټ څخه یې مخکې انګلستانی ایون مورګن غوره کړ چې ځنې پرېکړې یې ډېرې نا اشنا وي.یاده دې وي چې اکاش دغه لوبډله د پنځوس اوریزه لوبو لپاره غوره کړې وه چې ترډېره پکې مشهوره لوبغاړي ونه لیدل شو.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې