نړیوال کریکټ

انګلستان د جولای په اتمه نېټه د ویسټ انډیز کوربتوب کوي

د انګلستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د جولای په ۸ نيټه به د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې سره خپله لومړۍ ټيسټ لوبه ترسره کړي همدا شان دوهمه ټيسټ لوبه به د جولای میاشتې په ۱۶ نيټه او درېمه ټيسټ لوبه به د همدي میاشتې په ۲۴ نېټه ترسره شي.دغه سیالۍ به دوه لوبغالو کې ترسره شي کوم چې نیږدي له هوټلونو سره وي، دا درې واړه سیالۍ به د بندو دروازو تر شاه بغیر له نندارچیانو ترسره شي.دا به لومړۍ نړیوال سیریز وي چې درې میاشتې وروسته به ترسره کيږي چې د چاپیریال له لحاظه به ترټولو غوره ځای وي.

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله به یوه میاشت مخکې انګلستان هیواد سره ته سفر کوي او هلته به د قرنطین موده تیروي، که چيرته دغه سیالۍ ترسره شي نو انګلستان کرکټ بور‌ډ له ۳۰۰ میلونه پونډو تاوان څخه بچ کیږي، دا سیالۍ به نورې لوبډلې هم وهڅوي چې نړیوال کرکټ ته یوځل بیا راستانه شي.دا درې واړه ټیسټ لوبې به د سوت امپټون، مانچیسټر اولډ ټرافورډ کې ترسره شي. یاده دې وي چې ویسټ انډیز کرکټ بورډ لا تراوسه په دې هکله څه ځواب رسنیو ته ندی ورکړی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې