نړیوال کریکټ

کرکټ نړیوالې شورا ویلي لا تر اوسه یې د نړیوال شل اوریزه جام د ځنډیدو پرېکړه نده کړي

icc
یا د کرکټ نړیوالې شورا خبر ورکړ چې لاتراوسه یې د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام په اړه کومه داسي پرېکړه نده کړي چې یاد جام دې د خپل وخت څخه وروسته کړي.ټاکل شوې دا ځل نړیوال شل اوریزه جام د همدي کال په اکټوبر میاشت کې د استرلیا په کوربتوب د ټاپ ترینه لوبډلو ترمنځ ترسره شي.زیات لوبغاړي او د کرکټ مبصرین روانو حالاتو ته په کتو خپل نظرونه منفي څرګندوي، لکه د سریلانکا پخوانی مخکښ کيپتان ویکټ کيپر توپ وهونکی، کومار سنګاکارا،ویلي دي،، زه په دې نظر یم چې دا ځل به نړیوال شل اوریزه جام د استرالیا په کوربتوب ترسره نشي او دا به ښه پرېکړه وي چې دغه جام وځنډول شي او یا دې له ۲۰۲۰ م کال څخه ۲۰۲۱ م کال ته وروسته شی،،

د کرکټ نړیواله شورا به خپله وروستۍ نهایي پرېکړه د جون په لسمه نيټه اعلان کړي، ښه خبرونه په وروستیو کې دا دې چې انګلستان نن رسماً خپل ورزشي فعالیتونه پيل کړل همدا شان سریلانکا ۱۳ لوبغاړو ته روزنیز کمپ برابر کړ، او د دې ترڅنګ د هندوستان او سریلانکا ترمنځ په جولای کې دوه اړخيز سریز ترسره کیږي. یاده دې وي چې کرکټ نړیواله شورا په پام کې لري ترڅو ځنې بندیزونه پر لوبغاړو او امپاېرانو د دې په اساس ولګوي چې د کرونا ویروس هیڅ ویره ونه لیدل شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې