دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

نسیم شاه : ویراټ یې خوښیږي خو زیاته ویره ترې نلري

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نوې چټک بالر نسیم شاه چې تازه یې نړیوال کرکټ ته مخه کړي په خپله وروستۍ مرکه کې وویل،، دا چې پاکستان او هندوستان سره ډېري ځانګړې سیالۍ ترسره کوي، او ګڼ شمير مینوال یې د لوبې پر وخت د ګټې او تاوان غوښتنه کوي، زه هم په ډېري لیولتیا هغه شیبې ته انتظار باسم چې یوه ورځ د هندي توپ وهونکو خلاف بهترینه توپ اچونه ترسره کړم، زما د هندوستان کيپتان ویراټ کوهلي ډېر زیات خوښيږي او ډېر احترام ورته لرم، خو زه باورې یم چې په خپلې چټکې توپ وهونې سره به هغه وننګوم،،

نسیم شاه د اوسني عصر بهترینه بالر دی او چانس لري ترڅو په نړیوال معیار د ښه سرعت سره خپلې توپ اچونې ته ادامه ورکړي.پر نوموړي پاکستانۍ لوبډله زیات باور په ټیسټ لوبه کې کوي او زیات وخت یې په دغه برخه کې ځان ښه ثابت کړی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې