دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مستفیظ الرحمن : د لوبې لري پاتې کیدل ورته لویه سزا ده

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسي توپ اچونکې مستفیظ الرحمن، له رسنیو سره په مرکه کې ویلي،، له ملي ټیم څخه لري پاتې کیدل راته داسي دې لکه بي اوره سزا چې ګورم خو څه نشو کولای او باید انتظار وکړو، زما یوازینۍ هڅه دا ده چې په ټيسټ کرکټ کې ډېر پرمختګ وکړم، زه اوس ډېر بد احساس کوم ځکه زه له ملي لوبډلې لري یم، زما لپاره د ملي ټیم څخه لري پاتې کیدل یو عذاب دی،

زه اوس د نوې روزونکي اوټیس ګیبسن سره ډېر کار کوم ترڅو د خپل بالینګ کمي پوره کړم او د بنګله دیش هیواد لپاره ښه لوبې ترسره کړم، خو اوس ستر حقیقت دا دی چې ټوله نړۍ کرونا نیولي او هیڅ رسمي داخلې او نړیوالې سیالۍ نشته زه چې بیرته راستنیږم نو زما د بالینګ هنر به ډېر کم شوې وي خو زه به اوټیس سره ډېر کار وکړم ترڅو د کرکټ بورډ له پام څخه ونه غورځیږم،، یاده دې وي چې مستفیظ الرحمن په کیڼ لاس چټکه توپ اچونه کوي او دبالینګ سټایل یې یو څه د نورو بالرانو څخه بدل لیدل کیږي نوموړی زیات وخت کلایي استعمالوي او له مړوند څخه توپ اچونه کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې