دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

لسیت ملینګا د خپل چټک توپ اچونکې شیخن مادوشنکا ملاتړ کوي

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکې لیست ملینګا د شیخن مادوشنکا،په هکله خپل وروستی نظر څرګند کړ ملینګا ویلي،، شیخن مادوشنکا د سریلانکا لپاره مهم او غوره لوبغاړی دی، هغه د سریلانکا لپاره یو ښه توپ اچونکی ترڅنګ یې بهترینه فیلډر او ښه توپ وهونکی هم کیدلی شي، مادوشنکا یوازینی چټک سریلانکایي بالر دی چې په خپله لومړی لوبه کې هیټریک وکړ، مادوشنکا هغه لوبغاړی دی چې څه موده وړاندې د دوه کیلو ګرامه هیروینو سره ونیول شو، نوموړی د یکشنبي په ورځ په پینالا ښار ګوټې کې دپولیسوله لورې لومړی تعقیب او بیا ونیول شو، کرکټ بورډ په نوموړي بندیز لګولی چې باید مونږ او دهغه کورنۍ ورسره مرسته وکړو ځکه شيخن زمونږ لپاره ډېر اړین لوبغاړی دی،

زه هیله مند یم چې بورډ به دهغه کړې تیروتنې ور وبښې او که یې ونه بښې نو مونږ مجبور یو چې د نوموړي ملاتړ وکړو،، یاده دې وي چې شیخن مادوشنکا، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ م کال کې د بنګله دیش خلاف د مشرفي مرتضی، محمدوالله، او روبیل حسن په اوټ کیدلو سره خپل هیټریک په نړیوال کرکټ کې ثبت کړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې