افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

ضیا شریفي: د قرنطین په موده کې هم تمرینات کوو

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي ضیا شریفي له افغان کرېکنفو وېبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، چې د قرنطین په دغه موده کې هم تمرینات کوي او خپل تمرینات یې جاري ساتلي دي. د نوموړي پر وینا چې د ورځې ۳ نیم ساعته تمرینات ترسره کوي. ضیا شریفي د افغان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی تېز توپ اچوونکی دی چې د افغانستان په غوره لیګ لومړې پړاو کې یې ښه کارګردګي وکړه.

ضیا شریفي افغان کرېکنفو ته په خبرو کې داسې وویل:

《بس د قرنطین په موده کې تمرین کوو، لیګا یوو د ورځې درې یا درې نیم ساعته تمرین کوم. فټنس کوو، بالېنګ کوو او چې کوم نارمال تمرین دی هغه کوو. مخکې مې چې څرنګه تمرین کوه اوس هم هماغسې تمرین کوم. انشاالله چې راتلونکې کې کوم میچونه دي د هغه لپاره په بشپړه توګه تیار یم. که چانس راشې نو انشاالله ور څخه به ګټه پورته کوم.》

د شریفي پر وینا، چې د قرنطین موده هم دومره سخته نده او قرنطین سره سره بیا هم خپل تمرینات جاري ساتي. د نوموړي پر وینا، که موقعه ورته ورکړل شې نو دا به ور څخه ګټه پورته کړې. شریفي یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په راتلونکې کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د تېز بالېنګ تشه ډکولی شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې